"نگاه زن" منعکس کنندۀ نگاهی نو  زنان افغان                           .

استاد مهوش د افغانستان موسیقی ملکه

استاد مهوش ته په 1356ل كال د هندي كلاسيكې موسيقۍ پربنسټ د اطلاعاتو او كولتور وزارت له خوا د استادۍ رسمي لقب وركړل شو موسيقي يو داسې هنر دى، چې د اوريدونكيو ارواوو ته دوه اړخيز اغيز( شعهر او سندره) لېږدوي، خو دغه اغيز هغه وخت راڅرګنديږي، كله يې، چې هنرمند په فني ځانګړنو او هنري فهم سره غبرګ كړي. غواړو همدغو دوو ټكيو ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ د تكړه او ځلاندې هنرمندې استادمهوش پر كار او هنر وغږېږو:

فريده مهوش د افغانستان له هغو ګوته په شمېرسندرغاړو له ډلې څخه شمېرل كيږي، چې موسيقي يې څو اړخيز اغيز شيندي، يوه داسې سندربوله ده، چې سندرې يې سپړنې، څيړنې او بيان ته اړتيا نه ويني. يانې سندرې يې رساوړونو ته لويږي.د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ په نفس كې داستادمهوش دهنري چوپړ اغيز په څو ټكو كې راڅرګنديږي:

مهوش اماتوره موسيقي" خراباتو" ته يووړه او خرابات ناستې يې كړه، په خرابات كې د استادمهوش پرمهال د كلاسيكې موسيقۍ او غزل مقولو داماتورو سندرغاړو او خراباتي هنرمندانو ترمنځ ژور واټن و، خو مهوش لومړنۍ ښځينه سشندرغاړې وه، چې دخرابات او اماتورې موسيقۍ دمقولو په تركيب كې يې مخكښ رول ولوباوه. د استاد سراهنګ او استاد هاشم له حضور څخه په ګټې اخستنې سره مهوش د كلاسيكې معياري موسيقۍ له بنسټونو سره روږدې شوه او په ژور او علمي ډول يې د هغو ځانګړنې ورخپلې كړې، همدا لامل و، چې د استاد مهوش په كړنلارې سرگه ډېر اماتوران هم د خراباتو په لار ورمات شول. د اواز ښكلا او پر اورېدونكو د اغيز شيندنې ځواك يوه لاهوتي وديعه ده. دې ټكي ته په ځير سره ويلاى شو، چې دغه توكى دهغې په ځانګړنو پورې تړلى و او دموسيقۍ په اغيز كې يې ستر رول ولوباوه. هغه په فرد پورې تړلې سندرغاړې ده،پرخپلو ارزښتونو يې ډډه كړېده،دنورو په څېر په بې ځانكړنو څيزونو نه نښلي؛ هغه پوهيږي، چې هنر يوازې پېښې ( تقليد) كول نه دي،نوښت او پنځونه غواړي، دډېرو نورو پر تخليقاتو شخوند نه وهي.

 

داستادمهوش هنري ځانګړنې

دهالنډ د مشهور څيړونكي "جان وان بيلي" په اندهنري ځانګړنې دهنرمند په ژورليد پورې تړاو مومي، ځكه هنر له هنرمند پرته ناشونى برېښي. استاد مهوش په خپلو سندرو كې دموسيقۍ دځانګړو توكيو ( سُر، لى او تال ) په مراعاتولو كې لوى لاس لري. دغه لوى لاستوب د هغې له ذات او هنرمندانه فطرت څخه سرچينه اخلي. د شعرونو سم او پرځاى لوستل د هغې يوه بله ځانګړنه ده، چې په سندرو كې يې استادانه ظرفيت له ورايه راڅرګندوي. ددغو ځانګړنو د روښانه كيدو لپاره د"جانانه" البوم سندرو ته غوږ شئ. د استادمهوش د سندرو د زړه راښكون ترټولو غوره راز د هغې په كابلۍ لهجه كې رابرسېره كيږي، كابلۍ لهجه د دري ژبې ترټولو غوره لهجه بلل كيږي. مهوش يوازې په دري سندرو بسنه نه كوي، هغه پرخپله ملي ژبه هم سندرې بولي، هغه د افغانستان دټول ملت دهيلو ترجمانه ده، كله يې ، چې دټول ملت ترجمانه بولو، نوبيا دملت پر ژبه هم سندرې بولي. " مستې منګى بر وړى دى"، او راشه په مينه مينه " د استاد مهوش مشهورې پښتو سندرې دي.

 

داستادمهوش هنري وياړونه

د استادمهوش تر ټولو ستر هنري وياړ دادى، چې كله د افغانستان دكلاسيكې موسيقۍ سرداره بلل كيږي او كله دافغانستان لتامنګيشكر، داچې دغه لقبونه څوك او څنګه وركوي پر دې به نه غږېږو، خو استادمهوش په خپلو هنري برياليتوبونو كې ځيني نور لقبونه او ايوارډونه هم ترلاسه كړيدي.استاد مهوش ته په 1356ل كال د هندي كلاسيكې موسيقۍ پربنسټ د اطلاعاتو او كولتور وزارت له خوا د استادۍ رسمي لقب وركړل شو، همداراز په اروپا كې د زرين ( طلايي) غږ په او جانس جوبلن په جايزو او مډالونو هم ووياړل شوه . استادمهوش د ځينو ستونزو له امله په كابل كې ژوند ته زړه ښه نه كړ او په پاكستان كې د كډوالو د لويې كمشنرۍ په مرسته امريكا ته لاړه او نږدې 11كاله كيږي، چې د امريكا په كليفورنيا ايالت كې اوسيږي.داستاد مهوش لارښود" هاشم" په جرمني كې ومړ، خو مهوش دنوموړي دكورنۍ لمن پرېنښوه او دهاشم له دوو وروڼو اصف او علي سره يې په 1381 كال يو كنسرت جوړ كړ، ددغه كنسرت موخه طبي مرسته او دماشومانو دروغتيا راڅرخېده.مهوش په پاريس او دراروپا او امريكا په ګڼ شمېر ښارونو كې كنسرنونه وركړيدي، افغانستان ته د بېرته راتګ او كنسرت په اړه مهوش وايي:" د طالبانو په وخت كې دكنسرت چمتو كول ناشوني و او ترهغو مخكي جنګ او جګړه وه، خو په هرحال هڅه كوم يوه ورځ هېواد ته ستنه شم او كنسرتونه وركړم".

 

مهوش څنګه سندريز بڼ ته راغله؟

استاد مهوش په يوه مذهبي كورنۍ كې راټوكېدلې ده، پلار يې روحاني كس او مور يې دديني زده كړو ښوونكې وه. په كورنۍ كې يې يومذهبي محيط واكمن و او هيچاهم د اتصور نه كاوه، چې مهوش به يوه ورځ د سندرو استاده بلل كيږي. استاد مهوش خپلې لومړنۍ زده كړې په كابل كې تر سره كړې ، 18 كلنه وه، چې له " فاروق نقشبندي" سره يې واده وكړ. ډېرو خلكو داسې انګيرله، چې د مهوش په هنري هلوځلو سره به دغه نكاح وشړيږي،ځكه خسر، لېورونه او نندروګانو يې دهنري چارو مخالفت كاوه او دايې خپل ټبر او كورنۍ ته ننګ او پيغورباله، خو "نقشبند" يوازينى كس و چې مهوش يې خپلو هنري چارو ته هڅوله." ويل كيږي يوه ورځ دمهوش مور درس وركاوه، ددرس په بهير كې ديوې نجلۍ له سره ټكرى وغورځېد،دمهوش مور څپيړه وركړه ، جينۍ ځواب وركړ: "ستا لور خو په كنسرتونو كې ګډون كوي، هغې ته ولې څه نه وايې؟ " دې ځواب دمهوش مور غوسه كړه او يوه ورځ يې مهوش ته ترياك وركړل، مهوش دترياكو! له امله اپرېشن وكړ، خو مړه نه شوه." ( دمهوش ديوه مينه وال له خولې). په هرحال استادمهوش نن د افغانستان دموسيقۍ يوه ځلانده او درنه څېره بلل كيږي، دمهوش هنري ودې او چوپړ د افغانستان پر ډېرى ښځينه سندرغاړو او په ټوليزډول د افغانستان پر اوسمهالې موسيقۍ يو ستر اغيز وكړ. ((ژباړه او زياتونه)).

گزارش تخلف
بعدی